د شپږیزه کرکټ لیګ کې نن دوې سیالۍ کیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی
د میس عینک اتلان – د بند امیر ښاماران | د سهار 09:30 بجې
د کابل بازان – د سپین غر زمریان | د ماپښین 02:00 بجې

د منچسټر یونایټیډ کلب ته نږدې سرچینو خبر ورکړی، چې د دې کلب مسؤلینو د الګري سره لیدلي او پوګبا هم ویلي دي، که الګري د منچسټر یونایټیډ روزونکی شي نو دی به په دې کلب کې پاته شي.

د انګلستان رسنیو ادعا کړې ده، چې لیورپول پر وړاندې په ماتې سره به منچسټر یونایټیډ خپل روزونکی سولشر اخراج کړي.

کارلوس ویلا د امریکا د MLS لیګ لومړی لوبغاړی شو، چې په یوه فصل کې یې 34 ګولونه ولګول.

رسمي: د ایورټون دفاعي لوبغاړی جبرئیل سیډیبي د ۲۰۲۰ میلادي کال کې د یورو کپ د غوراوي پړاو په لوبو کې د فرانسې د ملي لوبډلې په لیست کې د لیو ډوبوا ځایناستی شو.

رسمي: تر ضعیفو لوبو وروسته او د سیر اې په جدول کې د اخیر مقام نیولو وروسته، د سمپډوریا کلب خپل روزونکی اوزبیو ډي فرانچسکو له دندې ګوښه کړی.

د فرانسې د لومړي لیګ د سپټمبر د میاشتي د غوره لوبغاړي د جایزې لپاره کاندید لوبغاړي اعلان شول.