ډانیل جیمز هم په شک کې دی، ډېر نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي: سولشر تائید کړه، چې پوګبا، لوک شاوو او مارسیال د ویسټهام یونایټیډ پر وړاندې د یکشنبې په لوبه کي نه شي لوبیدلی.

ډانیل جیمز هم په شک کې دی.

د ریال ماډریډ د وروستیو پایلو وروسته مارکا ورځپاڼې ادعا کړې ده، چې پیرز ممکن د زیدان د ځایناستې لپاره د مورینیو، الګري او راول د منځ څخه یو انتخاب کړي.

تر ټولو ډېر امکان د راول دی، تر هغه وروسته مورینیو دی او اخیر هم الګري دی.

بل خوا مونډو ډیپورټیو بیا ویلي دي، چې ژابي الانسو د پیرز لومړی انتخاب دی.

رسمي:  د سالزبورګ حمله کوونکی لوبغاړی ارلینګ هالنډ د چمپیونز لیګ د لومړۍ اوونۍ د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

هالنډ په لومړۍ اوونۍ کې 3 شوټه پر ګول ووهل، چې درې سره ګول شول. هغه 19 کلن دی.

رسمي:

ریال ماډریډ د 2019/20 فصل لپاره خپل رسمي عکس خپور کړی.

مورینیو: نه غواړم چې بیرته د ریال ماډریډ د روزونکي په توګه کار وکړم، ځکه هغوی اوس خپل روزونکی لري.

فرهان يوسفزی: د لوبو ترمنځ يووالی مو هدف دی
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي نن په کابل کې د شاهین اسمایي او طوفان هريرود لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه له نږدې ننداره کړه.
د ښاغلي یوسفزي په وینا: ((د فوټبال لوبې ليدو ته د راتګ هدف يې دا دی چې هر ډول لوبې او ورزش سره يووالی ومومي، ځکه د ورزش په ډګر کې هېڅ لوبې سرحد نه لري او د ټولو لوبو لوبغاړي بايد د يو بل ملاتړ وکړي.))
نوموړي همدا راز زياته کړه ((زه د هر ورزش ملاتړ کوم او د فوټبال لوبې ليدو ته هم په همدې خاطر راغلی يم، چې له دوی خپل ملاتړ اعلان کړم)).