جیمز روډریګویز: کوښښ کوم تر ۳۴ کلنۍ فوټبال وکړم، نور هم شته

محمود خان منندوی

ګرییزمان:  د اروپا د اتلولۍ لپاره بارسلونا ته نه یم راغلی. تر 40 کلونو پورې د میسي په څیر بل لوبغاړی نه شي پیدا کیدلی.

یوونټوس په چمپیونز لیګ کې 1-0 د ډیبالا په ګول سره اټلاټیکو ماډریډ ته ماته ورکړه.

 اټلاټیکو ماډریډ که راتلونکې لوبه کې د لوکوموټیو مسکو څخه ماته وخوري، له لوبو بهر کیږي.

بایرن میونیک په چمپیونز لیګ کې د لیوانډوسکي په ځلېدو سروینا زویزډا ته 6-0 ماته ورکړه.

 د بایرن میونیک لپاره ګورټزکا، لیوانډوسکي (4) او ټولیسو ګولونه ولګول.

منچسټر سیټي په چمپیونز لیګ کې د شاخټار ډونټسک سره 1-1 لوبه مساوي کړه.  د منچسټر سیټي ګول ګوندوګان او د شاخټار ډونټسک ګول سالومون ولګاوه.

پاریس سېنټ جرمن په کمبک سره چمپیونز لیګ کې د ریال ماډریډ سره لوبه 2-2 مساوي کړه.  د ریال ماډریډ دواړه ګولونه کریم بنزما ولګول.  د پاریس سېنټ جرمن لپاره امباپي او سارابیا ګولونه ولګول.

ټاټنهام په کمبک کولو سره 4-2 اولیمپیاکووس ته په چمپیونز لیګ کې ماته ورکړه.

 د ټاټنهام لپاره هیري کین (2)، ډيلي الي او سرجي ګولونه ولګول.  د اولیمپیاکووس لپاره یوسف العربي او روبن سیمیډو ګولونه ولګول.