چیواس ګولي په دې فصل کې تر ټولو جالبه ګول لګولی

اسدالله

 د مېکسیکو په لیګ (لیګا آېم اېکس) کې د چیواس کلب ګولي (انټونيو روډریګیز) پر ویراکروز د خپل ګول څخه ګول ولګاوه، یعنې د سل متره لیرې ځای څخه ئې ګول ولګاوه.

 دا لوبه ۲ پر ۱ د چیواس په ګټه وه، چې په آخیرو دقیقو کې یې پر چیواس یوه حمله را و وتل او د دې لپاره د ویراکروز ګولي هم حملې ته را ووت، خو انټونیو روډریګیز هغه بال دفاع کړ او بال یې د ویراکروز پر ګول شوټ کړ، چې د هغه ځایه یې هم ګول کړ.

 ۲۷ کلن انټونیو په دې ګول سره خپل کلب ته ۳ پر ۱ لوبه ور وګټله او ګول یې تر دې مهاله د کال تر ټولو جالبه ګول دی چې د مېکسیکو د لیګ په تاریخ کې تر اوسه یوه ګولي هم له خپله ګوله ګول نه دی لګولی.