د ویسټ پر وړاندې افغان لوبډله ټېسټ لوبه کې په کمو منډو وسوځېده

د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یواځینۍ ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته رسېدلې.
په دغې لوبه کې افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ ورځ په ۱۸۷ منډو اوټ شوه.
د افغانستان لپاره په دغې پاڼۍ کې جاوید احمدي، ۳۹، حمزه هوتک ۳۴ او افسر ځاځي ۳۲ منډې وکړې؛ خو نور توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل.
ویسټ انډیز ته توپ اچونه کې رهکیم کارنوال اوه ویکټې واخېستې.

ویسټ انډیز لوبډلې هم توپ وهنه پیل کړې او د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۶۸ منډې کړي دي.
افغان لوبډلې ته توپ اچونه کې یوه ویکټ راشد خان او یوه حمزه هوتک اخېستې ده.
ویسټ انډیز لوبډله به خپلې پاتې توپ وهنې ته نن/پنج شنبه/ سهار اته نیمې بجې ادامه ورکړي.