د نیوزیلنډ په کوربتوب انګلنډي لوبغاړي سره تعصبي چلند شوی
د نیوزیلنډ د کرکټ چارواکو ویلي دي چې د دوهمې ټسټ لوبې په مهال یې د انگلستان د توپ اچونکي جوفرا آرچر لپاره امنیتي تدابیر سخت کړیدي. د امریکا غږ اشنا راډیو د راپور په بنسټ، د جوفرا آرچر د حفاظت لپاره دغه اقدامات د هغې نه وروسته شویدي چې د انگلستان او نیوزیلنډ ترمنځ په ماونټ مونگني کې د لمړني ټسټ پر مهال د لوبې ننداره کونکو هغه ته د تعصب ډکې خبرې واورولې.
د نیوریلنډ کپتان د لوبې د کتونکو دغه چلند په سختو ټکو غندلی دی.
د نیوزیلنډ کرکټ بورډ وایي چې د دغې پیښې په اړه یې پولیس خبر کړیدی او د امنیتي کامرو په مرستې یې هغه کس چې نژادي تعصب یې کړی، د کرکټ میدان ته یې د هغه په داخلې بندیز لگولی دی.
آرچر په یو ټویټ کې وویل چې هغه د نژادي تعصب دغه پیښې اندیښمن کړیدی. هغه ولیکل: “یو څه خواشینی یم چې د خپل ټیم لپاره د لوبې پر مهال راسره نژادي تعصب وشو. لوبې ته راتلونکي ټول کسان ډیر ښه و خو پرته د دغه یو کس.”
آرچر وایي چې دغه پیښه هغه وخت وشوه چې هغه د خپل ټیم لپاره د ٣٠ منډې وکړی او د سوځیدو نه وروسته پویلین ته روان و.
۲۴ کلن جوفرا آرچر د ۱۹۹۵ میلادي کال د اپرېل په لومړۍ نېټه په انګلنډ کې زیږدلی دی او په ملي لوبډله کې په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي.