انگلنډ ولې د نیوزیلنډ په وړاندې ماتې ومنله؟ لامل یې ښکاره شو

د انگلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو درېیمه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې نیوزیلنډ وتوانید د انگلنډ لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړي.

د لوبې پچه نیوزیلنډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. نیوزیلنډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي گرانډوم نیمه سلیزې په مرسته ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

نیوزیلنډ لپاره ډي گرانډوم په یوازې ۳۵ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره غوره او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې له همدې امله وروسته بیا د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

انگلنډ لپاره ټام کرن ۲ او سم کرن، محمود، براون او پارکېنسن یوه یوه وېکېټه واخیسته. ځوابي توپ وهنې کې انگلنډ د ملان او وېنس غوره پیل په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپله اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې او په ۱۴ منډو يي ماتې وخوړه. انگلنډ لپاره ملان په ۳۴ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ او وېنس په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل، خو د وروستیو توپ وهونکو ناکامه توپ وهنه د انگلنډ د ماتې لامل شوه.

نیوزیلنډ لپاره فېرگوسن او ټېکنر دوه دوه او سودي او سانټنر یوه یوه وېکېټه واخیسته.