اسټراليا نيوزيلنډۍ لوبډله ماته کړه

استرالیا د پاکستان له کلیپ سویپ کولو وروسته نیوزیلنډ ته هم لومړۍ ټېسټ لوبې کې د پیاوړې هر اړخېزې لوبې پر مټ د ۲۹۶ منډو په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا خپل لومړی وار توپ وهنې کې ۱۴۶٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لابوسچانې پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۱۶ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره لومړی وار توپ وهنې کې لابوسچانې په ۲۴۰ توپونو د اتلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴۳ منډې جوړولو سره تر ټولو غوره او زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. هېډ هم په ۹۷ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۵۶ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

نیوزیلنډ لپاره ساوتي او واگنر څلور څلور او ډي گرانډوم او راول یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نیوزیلنډ خپل لومړی وار توپ وهنې کې ډېره کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۵۵٫۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

نیوزیلنډ لپاره لومړی وار توپ وهنې کې یوازې ټېلر په ۱۳۴ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

استرالیا لپاره سټارک ۵، لاین ۲ او هذلووډ، کمېنس او لابوسچانې یوه یوه وېکېټه واخیسته.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې ۶۹٫۱ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د برنز او لابوسچانې نیمه سلیزو په مرسته ۲۱۷ منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې برنز په ۱۲۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۳ او لابوسچانې په ۸۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

نیوزیلنډ لپاره دوهم وار توپ اچونې کې ساوتي ۵، واگنر ۳ او ډي گرانډوم یوه وېکېټه واخیسته.

نیوزیلنډ خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۶۸ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه خو ۶۵٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۷۱ منډې جوړې کړې.

نیوزیلنډ لپاره دوهم وار توپ وهنې کې واټلېنگ په ۱۰۶ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۰ او ډي گرانډوم په ۶۵ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولوزیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

استرالیا لپاره سټارک او لاین څلور څلور او کمېنس دوه وېکېټې واخیستې