آیا افغان لوبډله به په نړیوال جام کې سرسخت سیال پاکستانۍ لوبډله ماته کړي ؟

لېکنه شمس الرحمن شمس

د کرکټ په ډګر کې هغه سیالۍ ډېر لېدونکي لري چې لوبغاړي په پوره جزبې سره لوبه کوي ان یوه خطا یې د ډېر ژور خفګان سبب شي او یایي له سترګو بې واکه اوښکې جاري شي.

په اسیا کې درې هېوادونو داسې دي، چې سیاسي اړیکو له پلوه یو بل سره وخت ناوخت کړکېچونه رامنځته کېږي او دا ستونزې تر کرکټ رارسېدلي، چې له همدې امله پاکستان سره د افغانستان او هندوستان سیالۍ ډېر لېدونکي لري.

د افغان لوبډلې په تمریناتي سیالۍ کې له پاکستان سره ځیني ستونزې درلودې؛ خو بیایې هم لوبه وګټله او همغه ده، چې د پاکستان خلکو پر خپلې لوبډلې غوسې را وپاریدلې، چې د جام نه وروسته د پاکستان یو شمېر لوبغاړو ویلي، د افغانستان او هند په مقابل کې به سختې لوبې وکړي.

پاکستان خو له هند سخته ماتې ومنله؛ خو اوس یې پر وړاندې د افغانستان لوبډله یو غټ چیلنج پروت دی، چې هغه د افغان لوبډلې ماتول دي که څه هم افغان لوبډلې نړیوال جام کې سیالۍ ونه ګټلې؛ خو د لوبو په کتو سره له هند سره نه تکراریدونکي لوبه کړې او ان د هند لوبډلې باندې د لومړي ځل لپاره سپین بالران بریالي کېږي چې هغوی له ستر هدف څخه راوګرځوي، تر دې چې د لوبې تر وروستۍ شېبې مینه والو د لوبې لپاره د بریا هیلې لري.

که وکتل شي، له هند سره د افغان لوبډلې او پاکستانۍ لوبډلې لوبه پرتله کړو؛ نو افغان لوبډله له پاکستان نه ډېر ښه ده او په یو ښه مورال سره یې لوبه ترسره کړه.

له پاکستان سره به د افغان لوبډلې لوبه به اسانه نه وي، ځکه دواړو لوبډلو ته ولسونه ډېر په غوسه دي پاکستان؛ خو د خپلو ولس غوسه سړه کړه؛ خو افغان لوبډله اوس هم له یوې سختې غوسې سره مخ دی او شاید همدا غوسه ددې لامل شي، چې افغان لوبډله له پاکستان سره ډېرې تېروتنې وکړي.

څه کول په کار دي؟

لومړی لازمه خبره داده، چې افغان لوبډله باید د خپلو مینه والو له لوري وستایل شي او هغوی ته باید ډاډ ورکړي؛ ترڅو له پاکستان سره په یوه لوړ مورال سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دوهمه خبره: افغان لوبډله باید یو ښه پلان جوړ کړي او فکر وکړي دا سیالۍ ورته پای لوبه ده او په دې سره نړیوال جام ګټې، داسې لوبه چې ټولې تېرې تېروتنې اصلاح کړي؛ ترڅو نړیوال فکر وکړي، چې افغان لوبډله ډېر څه لري، خو نصیب ورسره یاري ونه کړه.

دریمه خبره: که افغان لوبډله ټاس وګټې؛ نو په کار ده چې توپوهنه غوره کړي؛ ځکه افغان لوبډله هدف ښه ورکولی شي؛ خو هدف نشي پوره کولای، دا لوبډله ښه بال لري او کله هم چې کومې لوبډلې سره ښه بالینګ وي؛ نو هغوئ دفاع ښه کولای شي او ډېرې لوبې د بال په ذریعه ګتي.

څلورمه خبره: افغان لوبډله باید د پیل توپوهونکي تر پنځلسو اورو باید لوبه وکړي او تر ډېره کوښښ وکړي، چې حالاتو ته په کتو لوبه وکړي ځکه که پیل کې افغان لوبډله توپوهنه وکړي نو لازمه خبره ده چې پاکستان به بریدګره توپ اچونه کوي او له دوی سره محمد امیر، وهاب ریاض او شاداب خان خطرناکه لوبغاړي دي، چې افغان توپوهونکي له ستونزو سره مخ کولای شي.

پنځمه خبره: که چېري د پیل توپوهونکي له ناکامۍ سره مخ شول او دواړه زر وسوځیدل، نو ټاپ او میډل ارډر ته په کار ده، چې د یوې او دوو منډو جوړولو فکر سره لوبه وکړي هېڅ ډول غټ شاټ په کارندی؛ ترڅو دواړه لوبغاړي سیټ شوي نه وي.

شپږمه خبره: که افغان لوبډله توپ اچونه پیل کړه، نو بیا لازمه ده چې د ښې توپ اچونې کوښښ وشي نه د ویکټو اخیستلو، ځکه که چېري یو لوبغاړی د ویکټي په کوښښ کې شي، نو بیا منډې هم ډېر پرې جوړیږي او په فکر لحاظ له ستونزو سره مخ کېږي شاید ویکټ تر لاسه کړي؛ خو منډې به یې هم کافي ورکړې وي ښه نو څه باید وشي؟

ګورئ کله هم چې په ویکټ لاین کې د یو توپوهونکې کمزورتیا ته په کتو وېشتن ځای کې بال وشي، نو بیا کېدای شي چې لوبغاړی له غلطیو سره مخ شي.

اوومه خبره:پاکستان لوبډله هڅه کوي، چې تر ډېره له افغانستان سره داسې لوبه وکړي لکه څنګه چې انګلیستان له افغانستان سره ترسره کړه خو دا به له غټ پریش سره هم مله وي.

اتمه خبره: افغانان باید مایوسه نه شي، منم چې لوبې مو بایللي او شاید ټولې لوبې وبایلو خو دا په دې معنی نه ده چې زموږ لوبغاړي نه پوهیږي او یا خدای مه کړه دوی یې نه غواړي که له هر لوبغاړي وپوښتي نو هر ځواب به یې د سترګو په رڼو اوښکو سره مل وي، دا ځکه دوی بریا ته تللي وو او تر وروستي حده یې کوشش کړی چې دې مظوم او جنګ ځپلې ملت ته خوښې ورکړي خو کله په کرکټ داسې راځي چې وړه تېروتنه د ټولې لوبې مخ وربدل کړي.

دا باید ومنو چې افغان لوبډلې پر خپل تېز پرمختګ سره نړۍ حیرانه کړې او لاهم د نړۍ نوموتي مبصرین ورته ګوته په غاښ دي،موږ به لاهم نور مخ ته ځو ترڅو له تیندکونو سره د مزل کولو وړتیا پیدا کړو.

وروستۍ خبره: دا رسره ومنئ چې په نړۍ کې افغان لوبډله لومړی لوبډله ده چې د ډېرې جذبې له امله ډېر مینه وال لري او له لوبې یې خوند اخلي،لکه څنګه چې یو وخت د سویلي افریقا لوبډله په دې حال کې وه او په بایللو یې یو شمیر مینه والو اوښکې توي کړي دي.

یوه هیله داده چې نړۍ ته مو بیرغ او ملي سرود او د افغانستان نوم په کرکټ را ژوندۍ کړی او دا هیله به همداسې تر ډېر وخته لرو او زه باوري یم چې موجوده ستونزې به زموږ د لوبډلې لپاره ښه زیري ولري په دې معنی همدا ستونزې به زموږ په لوبډله کې او ان بورډ کې ژور بدلونونه راولي.

اوس نور تاسې ولیکۍ چې پاکستان پر وړاندې افغان ملي اتلان څنګه لوبه وکړي؟

درنښت