سرېلانکا پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان او سریلانکا لومړنۍ شل اوریزه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې پاکستان د سریلانکا بې تجربې لوبډلې څخه په ۶۴ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د گوناتیلاکا نیمه سلیزې په مرسته ۱۶۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره گوناتیلاکا په ۳۸ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷، فېرنانډو په ۳۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۳ او راجاپکسا په ۲۲ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره حسنین درې او شاداب خان یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۷٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او په ۶۴ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره سرفراز احمد په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۲۴ او افتخار احمد په ۲۴ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

سریلانکا لپاره پرادیپ او اوډانا درې درې، ډي سېلوا ۲ او راجیتا یوه وېکېټه واخیسته.