د شپږېزې لیګ د پرانېستې له مراسمو وړاندې پرانیست لوبه کیږي

سید ادریس ولي زاده

د افغانستان په مرکز کابل کې د ۲۰۱۹ میلادي کال شپږېزه کرکټ لیګ شل اورېزې سیالۍ سبا/ دوشنبه پیلیږي.

د شپږو لوبډلو په شمول یادې سیالۍ د اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه سبا سهار نهه بجې په پرانیسته لوبه پیلیږي، چې د دغې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د لیګ پرانیسته لوبه د دفاع اتلې لوبډلې بندامیر او کابل ایګلز ترمنځ سبا سهار ترسره کېږي.
وړاندې د مهالویش له مخې اعلان شوی و، چې د لیګ پرانیسته لوبه د ورځې یوه نیمه بجه پیلیږي، خو د اورښتونو له کبله پرېکړه وشوه، چې دغه لوبه به سبا سهار نهه بجې پیل شي.

د یادو سیالیو د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ماښام ترسره شي، د اورښت له کبله سبا ته وځنډول شول او سبا ماښام شپږ بجې مراسم به یې ترسره شي.

د افغانستان شپږېزه غوره لیګ لوبې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په شل اورېز فارمټ ترسره کېږي، چې بند امیر، کابل ایګلز، سپین غر، مس عینک، بوست او آمو شپږ شاملې لوبډلې په کې لوبیږي.