ریواش ګوبېنډ به د لانس کلوزنر سره یو ځای د ټیم په اداري برخه کې کار وکړي

عزیز الله عزیزي

د سويلي افريقا پخوانی کریکټر او د ویرئيرز لوبډلې مشر روزونکی ريواش ګوبېنډ د سويلي افريقا کورنۍ لوبډلې ويرئيرز سره خپله دنده پريښوده او د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د روزونکو له سټاف سره يو ځای کيږي.

ګوبېنډ چې اوسمهال د کورنۍ ویرئیرز لوبډلې سره يې د مشر روزونکي په صفت دنده ترسره کوله، ويلي نور غواړي چې له سترو لوبډلو سره د روزونکي په حيث کار وکړي او خپل شهرت ترلاسه کړي.

ګوبېنډ به د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د نوي سويلي افریقايي مشر روزونکي لانس کلوزنر سره يو ځای د ټيم منجمينټ او کوچینګ جوړښت برخه کې کار وکړي.

ګوبېنډ اصلا هندوستانی دی،خو نوموړي د سويلي افریقا نوولس کلنې لوبډلې او کاوازولو نتل لوبډلې لپاره خپلې لوبې ترسره کړي دي او د يادو لوبډلو کپتان هم پاتې شوی دی.

ګوبينډ د روزنې برخه کې د دريم لېول کورس په بریاليتوب سره بشپړ کړی او همداشان د تجارت او ادراې برخه کې يې تر ماسټرې پورې لوړې زده کړې کړي دي.

ګوبېنډ چې تر ډيرې مودې د ويرئیرز لوبډلې سره يو ځای پاتې شوی، ويې پدې موده کې يې لوبډلې غړو سره ښه وخت تیر کړئ او ښې خاطرې ترې لري.

هغه وويل: (( ما د ويرئيرز لوبډله په يوه ښه پوزيشن کې پريښوده. د ويرئیرز لوبډلې پريښودل آسانه پریکړه نه وه.دا چې داسې لوبډلې پريږدې چې درې کاله ورسره يو ځای تیر کړې، د هغې پريښودل ستر زړه غواړي.خو دا چې اوس د یوې سترې نړیوالې لوبډلې سره د کار فرصت ترلاسه کوم، زما لپاره ښه خبر دی او نور غواړم چې له سترو لوبډلو سره خپلې دندې اجرآ کړم. زه د ويرئيرز لوبډلې د هر لوبغاړي او د ټيم منجمینټ څخه ډیره مننه کوم چې زما سره يې پدې برخه کې مرسته او همکاري کړې او زه يې هميشه خوښ ساتلی یم.))

د ويرئيرز لوبډلې مشر جن-جن وويل چې ګوبېنډ پدې تيرو کالونو کې د لوبډلې سره کوم کار او خواري کړې سارۍ نلري.

(( ریواش ګوبېنډ پدې موده کې د لوبډلې سره ډيره ښه دنده اجرآ کړې.مونږ ورباندې ډیر فخر کوو.دا چې اوس به د سترو نړیوالو لوبډلو سره کار وکړي، په زړه پورې خبره ده.))

تراوسه ښکاره نده چې نوموړی به کله د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سره رسمي دنده پيل کړي.