په زابل کې د یووالي تر نامه لاندې د والیبال لوبې سیالۍ پیل شوې

هارون لیوال

تېره ورځ شنبه د مېزان میاشتي ۱۳ نېټه زابل کې د والیبال لوبي سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ چې د پټۍ پرېکولو مراسم یې تېره ورځ تر سره کېدل پکې د زابل د المپیک آمر د والیبال لوبې آمر، لوبغاړو، ځوانانو او مینوالو پکې برخه اخستې وه. د مراسمو پر مهال د زابل د والیبال فدراسیون مسوول عبدالباري زابلوال وویل چې دا سیالۍ ددوی د فدراسیون په نوښت د زابل د ولایتي شورا د ریئس حاجي عطاجان حقبیان په مالي ملاتړ تر سره کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې یادي سیالۍ به د مرکز او ولسوالېو د ۸ لوبډلو ترمنځ تر سره شي چې ۲ دوې اوونۍ به دوام وکړي، نوموړي دا هم وویل چې له یادو سیالیو څخه یې هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی او پخولاینه ده، همدارنګه غواړي یوه بهتریني ولایتي والیبال لوبډله جوړه کړي.

د یادو سیالیو پر جوړښت د والیبال لوبې لوبغاړو هم خوښي وښوده او مننه یې وکړه چې د زابل د ولایتي شورا مشر حاجي عطاجان حقبیان ورته یادې سیالۍ چمتو او ددوی د یووالي لپاره یې کار وکړ، دوی همدارنګه له نورو مشرانو او سوداګرو څخه هم غوښتنه وکړه چې دې ته ورته د نورو سیالیو زمینه ورته برابره کړي.
د یادولو وړ ده چې زابل هم یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې له لسګونو کلنو راهېسې پکې د والیبال لوبې کیږي او بې شمېره لوبغاړي او مینوال لري.