عمان کې شل اورېزې سیالۍ پیل شوې، وړمه ورځ دوه او نن به هم دوه سیالۍ ترسره شي

سید ادریس ولي زاده

د عمان هېواد په ال امرت کرکټ لوبغالي کې د پنځو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اورېزې لوبې پیل شوې، چې پرون یې دوه لوبې وشوې.

په دغو سیالیو کې د کوربه عمان ترڅنګ ایرلنډ، هانګ کانګ، نیپال او نیدرلنډ شامل دي، چې په دغه سیریز کې هره لوبډله څلور لوبې ترسره کوي او د ډېرو نمرو ګټونکې لوبډله به اتله شي.

د یادو سیالیو په پرانیسته ورځ، نن د اکتوبر میاشتې په پنځمه نیټه دوه لوبې وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې یې هانګ کانګ د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۹۶ منډو هدف عمان ته وټاکه او عمان دغه هدف په ۱۳،۵ اورونو کې د درېیو ویکېټو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې په اوو ویکېټو وګټله.

د سیریز په دویمه لوبه کې بیا نیدرلنډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډۍ لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه، چې ایرلنډۍ لوبډله د څلورو ویکېټو په زیان سره په ۱۸،۲ اورونو کې هدف ته ورسیده او د شپږو لوبغاړو په شتون سره یې لوبه وګټله.

نن د روانې اکتوبر میاشتې په شپږمه نیټه عمان له ایرلنډ سره او نیپال له هانګ کانګ سره لوبیږي.

یادې شل اورېزې لوبې د روانې اکتوبر میاشتې تر لسمې نیټې پورې به دوام وکړي.