په زابل کې د کرکټ سیالۍ نوښت وشو

هارون لېوال

کرکټ چې د نړۍ د لوبو له ډګره اوس ډېر یو ښه ځای کې قرار لري لوبه کوونکي او مینوال یې د تېر وخت په پرتله اوس تر اندازې زیات دي، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوسمهال په بېلابېلو فارمټونو او طریقو سره تر سره کیږي، د دغو طریقو له ډلې یې یوه هم د لوبغاړو د پېر او پلور مسئله( بولۍ) ده. د لومړي ځل لپاره د هند په کورني کرکټ ای پي ایل کې دا کړنه تر سره شوه چې بېلابېل لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له لوري واخستل شو او ولوبول شول.
افغانستان کې هم کابو ۵ پنځه کاله وړاندې د کورني کرکټ شپږیزې لپاره د لوبغاړو د اخستني مراسیم ( بولۍ) تر سره شو چې د وخت په تېرېدو سره تېر کال د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د بهرنیو لوبډلو لوبغاړو کې افغانستان کې لوبه وکړه.
د هیواد په سطحه د مرکز څخه را وروسته لومړی د هیواد په نا امنه هلمند ولایت کې هم تېر کال دا ډول مراسم تر سره شول چې د کرکټ لوبې زیات مینوال یې را جمع او تشویق کړل. له هلمند وروسته له مرکزي ادارې هېر زابل هم تېر ماښام د یو داسي مراسمو شاهد وو چې تصور یې نه کېده. تېر ماښام د بادام ګل ماڼۍ کې د لوبغاړو د اخستني ( بولۍ) مراسیم چمتو شوي و چې د زابلي تنکي ځوان عبدالعلیم ( ارماني) نوښت او د کرکټ امریت په رهبرۍ يې چارې پر مخ یوړل شوې.

په یاده بولۍ کې شاه او خوا ۱۶۰ تنه لوبغاړي په بېلابېلو ګټګورېو کې د شپږو لوبډلو لپاره واخستل شول او لوبډلې هم د مختلفو اشخاصو له لوري سپانسر شوې.
یاده بولۍ کې شپږ ( سورغر اتلان، شیخ متي زلمیان، شاجوی بازان، زابلستان، قلات ښاروالي، او ترنک قهرمانان) لوبډلې تکمیل شوې.
دا مراسم چې جمعه ماښام په شانداره ډول ترتیب شوي و د زابل د ولایتي شورا ځوان مشر ( حاجي عطاجان ” حقبیان” د شملزیو ولسوال حاجي عنایت ” توخی” د وردګو د قومي شورا مشر، د زابل مدني ټولني مشر، د خصوصي روغتونونو مشرانو، ځوانانو ، د کرکټ لوبې لوبغاړو او بېلابېلو نورو اشخاصو برخه اخستې وه.
ټولو ګډونوالو پر یادو مراسمو خوښي وښوده اود افغانستان د کرکټ بورډ له مرکزي ادارې یې د لازمې همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه .