په زابل کې د زابل پرېمئر لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

محمد هارون لېوال

 زابل کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د زابلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

 د زابل پرېمئر لیګ یا (ZPL) سیالۍ چې د لومړي ځل لپاره کابو میاشت وړاندې د فعال ځوان عبدالحلیم ارماني په نوښت او زیار د کرکټ امریت تر چتر لاندې د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې پکې ۸۰ غوره لوبغاړي ولوبېدل.

 دغه سیالیو کې شپږ لوبډلې ( زابلستان د ځوان تجار زلمي صمیم په مالي ملاتړ، ترنک قهرمانان د حاجي عطاجان حقبیان په مالي ملاتړ، سورغر اتلان د حاجي محمد هاشم مرغه وال په مالي ملاتړ، قلات ښاروالۍ لوبډله د انجینر صدرالدین” زېور” په مالي ملاتړ شیخ متي زلمیان د حاجي عنایت توخي په مالي ملاتړ او شاجوی بازان د حاجي نقیب الله شیرزي په مالي ملاتړ ولوبېدې.

 د لوبو لپاره هرې لوبډلې په خپل خوښه د لوبډلمشر له لوري لوبغاړي واخیستل چې لوړ قیمت یې تر ۶۵۰۰۰ افغانیو پورې رسېده. د یادو سیالیو پایلوبه د زابلستان او ترنک قهرمانانو ترمنځ ترسره شوه چې زابلستان لوبډلې پکې بریا ترلاسه کړه او د لومړي ځل زابل پرېمئر لیګ سیالیو اتله ثبت شوه.

 د یادې پایلوبې لپاره جوړ شویو مراسمو کې د زابل د کرکټ آمر، د مدني ټولنو استازو او مسؤلینو، خبریالانو ،مالي ملاتړ کوونکو او د کرکټ لوبي مینوالو برخه اخستې وه.  په یادو مراسمو کې پر بېلابېلو لوبغاړو یو شمېر نقدي او ډول ډول جایزې ووېشل شوې، همدارنګه ځینو لوبغاړو او فعالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

 د یادولو وړ ده چې زابل پرمئر لیګ ( ZPL) سیالیو لومړی ځل ده چې په زابل کې تر سره کیږي او د هیواد په سطحه زابل دوهم ولایت شمېر کیږي چې ددغسې لوبو کوربه وو.