ګوټي د المریا روزونکی شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

 ګوټي په المریا کې د اخراج شوي روزونکي پیډرو امانوئل ځایناستی شو او دې کلب په جالبه توګه خپل پر ټویټر ولیکل:

 ” 14مه شمېره د کلب د لوبغالي پر سر را پورته شوه.”

 المریا، ګوټي د نوي پادشاه په توګه یا کړی او دا د روزونکي په توګه د ده لومړۍ تجربه ده. هغه به د المریا د روزونکي په توګه لومړٍ لوبه د شنبې په ورځ د ساراګوسا پر وړاند« وکړي.

په 1997/98 فصل کي تر رونالډو نازاریو وروسته، روملو لوکاکو د اینټر میلان د تاریخ دوهم لوبغاړی شو، چ« د دې کلب لپاره یي د سیر اې په لومړیو 11 لوبو ک« 9 ګولونه لګولي دي.

رسمي: سیلټا ویګو، اوسکار ګراسیا د فصل تر پایه د خپل روزونکي په توګه وټاکه. هغه د بارسلونا د ځوانانو د لوبډلې روزونکی هم تېر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې سیلټا ویګو د بارسلونا سره تر لوبې مخکې د خپل روزونکي فران ایسکریبا اخراج کړ. سیلټا ویګو اوسمهال د لالیګا په اتلسم مقام کې ځای لري.

سانټي کازورلا د ویاریال له پاره د وړمې ورځې لوبه کې 300 لوبې په لالیګا کې پوره کړې.

د سیر اې د دې اوونۍ په لوبو کې د دې لیګ د ژمني توپ څخه استفاده وشوه.

د لیسټر سیټي کلب ځای د غوره لیګ تر یوولسمې اوونۍ وروسته په 2015/16 او 2019/20 فصل کې. هغوی 2015/16 کې اتلولي ګټلې وه.