د ریال ماډریډ او بیشکټاش پخوانی مرکزي لوبغاړی ګوټي هرنانډز ۴۹ کلن شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

سپورټ: بارسلونا، اینټر میلان او بایرن میونیک د لیل کلب څخه د حمله کوونکي لوبغاړي ویکټور اوسیمن د رانیولو پر سر یو د بل سره سیالي کوي.

د FIFA20 ګېم کي د فرانک ریبري د څهرې تر تمسخر وروسته، د EA SPORT د ریبري نوې څهره معرفي کړه.

د امریکا د MLS لیګ پایلوبه د ټورنټو اف سي او سیاټل سانډرز ترمنځ د نومبر پر 10مه کېږي.

هاروي الیوټ په 16 کاله او 209 ورځو عمر لرلو سره، د لیورپول د تاریخ ځوان لوبغاړی شو، چې په انفیلډ لوبغالي کې ولوبید.

د منچسټر یونایټیډ لوبفاړی راشفورډ  22 کلن شو.

 د بارسلونا لوبفاړی انسو فاټي 17 کلن شو.

 هغو کلبونه چې د جرمني د حذفي جام و درېیم پړاو ته یې لاره پیدا کړې ده. د دوی ترمنځ پچه اچونه په یکشنبه کېږي.

یوونټوس تېره شپه د خپل څلورم لباس څخه استفاده وکړه.

یوویچ تېره شپه د ریال ماډریډ له پاره خپل لومړی ګول ولګاوه.