زمبابوې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سنګاپور ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د زمبابوې او سنګاپور لوبډلو ترمنځ دا لوبه سنګاپور په کوربتوب ترسره شوه. ددې سیالۍ ټاس سنګاپور لوبډلې وګاټه او لومړۍ یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

 د سنګاپور ، نیپال او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه شل اوریزو سیالیو په لړ کې زمبابوې له سیګاپور څخه د تیري ماتې بدل واخیست .
په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه سنګاپور لوبډلې وکړ چې په ټاکلو شلو اورونو کې اوو لوبغاړو په زیان سره ۱۶۸ منډو هدف ورکړ ، په مقابل کې زمبابوې لوبډلې یاد هدف په اتلسم اور کې پوره کړ.

د سیالۍ غوره لوبغاړی پیټر مور وټاکل شو.

په همدغه سېالیو کي سنګاپور توانېدلی وو چي د زیمبابوې لوبډلي ته په څلور منډو ماتې ورکړې.