نیوزیلنډ په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې له سرېلانکا څخه ماته ومنله
سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نیو زېلېنډ ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
په دغې لوبه نیوزېلېنډ سریلانکا ته د ۲۶۸ منډو هدف ورکړی وو.
سریلانکا د څلو ویکټو په زیان هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې وګټله.
د سریلانکا لوبډلمشر ډیموټ کارونارتني په دغې لوبه کې د سلیزې په مرسته ۱۶۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټېسټ لوبې پلان شوي، چې دویمه لوبه به یې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه پېل شي.