د اتریش ولفسبرګر کلب بریا ترلاسه کړه؛ دا او ډېر نور

محمود خان منندوی

د اتریش ولفسبرګر کلب د اروپایي لوبو د ګروپي پړاو په خپل لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړه، هغوی بروسیا مونشن ګلډ باخټ ته 4-0 په جرمني کې ماته ورکړه.

میسون ګرینووډ د 2000م کال راهیسې لومړی زېږېدلی لوبغاړی دی، چې د منچسټر یونایټیډ لپاره یي په رسمي لوبه کي ګول ولګاوه.
هغه د 2001م کال د اکټوبر په میاشت کې زېږېدلی دی.

په اروپایي لوبو کې میسون ګرینووډ د منچسټر یونایټیډ د تاریخ ځوان ګول وهوونکی لوبغاړی شو:

میسون ګرینووډ ( 17 کاله او 353 ورځې)
مارکوس راشفورډ ( 18 کاله او 117 ورځې)
جرج بسټ ( 18 کاله او 158 ورځې)

د روما لوبغاړي نیکولو زانیولو د باشاک شهیر پر وړاندې د پرون شپې لوبه کې د لومړي ځل لپاره په یوه لوبه کي هم ګول ولګاوه او هم یي د ګول پاس وکړ.
هغه د یوه ګول لګولو تر څنګ دوه د ګول پاسونه وکړل.

بل خوا روما د اروپا لیګ په اخیرو 12 ګروپي لوبو کې بې له ماتي روان دی.

بوکایو ساکا د ارسنال ځوان لوبغاړی شو، چې په اروپا لیګ کي یي ګول ولګاوه. هغه 18 کاله او 14 ورځې عمر لري.