چمپیونز لیګ: اټلانټا په تاریخ کې تېره شپه لومړۍ بریا ترلاسه کړه

محمود خان منندوی

هازارډ ممکن دوې اوونۍ د ټپي کېدو په خاطر ونه لوبیږي او د 6 اوونېو د نه لوبیدو امکان یي هم شته. وروستی خبر به یې وروسته نشریږي.

 هازارډ په اخیرو څو لوبو کې ډېر ښه لوبیدلی. هغه تېره شپه ټپي شو.

مورینیو په چمپیونز لیګ کې د 6 مختلفو کلبونو د روزونکي په توګه کار کړی او تر ده مخکي یوازې انچلوټي دی:

 انچلوتي (8)

 مورینیو (6)

 بنیټس (6)

 رانیري (6)

مورینیو لومړی روزونکی شو چې د چمپیونز لیګ اوټیدونکي پړاو ته یي د شپږو مختلفو کلبونو سره لاره پیدا کړې ده

لیوانډوسکي روان فصل کې د خپلو ګولونو شمېر په 20 لوبو کې 27 ته ورساوه.

  10 ګولونه چمپیونز لیګ کې

 17 ګولونه په لیګ او حذفي جام کې

که څه هم د یوونټوس د لوبې پر سبک نیوکې ډېرې کېږي، خو روان فصل کې یي کارنامه داسي ده:

 په روان فصل کې بې له ماتې.

 د چمپیونز لیګ په ګروپي پړاو په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.

 په سیر اې کې لومړی دی.