د افغان کرکټ یو ۱۵ کلن لوبغاړی ممکن د هند په آی پي ایل کې ولوبیږي

ډېر امکان شته چې افغان تنکی زلمی نور احمد لکڼوال د هند په ۲۰۲۰ آی پي ایل کې واخیستل شي. ګڼ شمېر رسنېو د افغان تنکلي ځلمي نور احمد لکڼوال په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي او د نوموړي وړتیا یې ستایلې ده.

رسنېو په خپاره کړو خبرپاڼو کې لیکلي دي چې پنځلس کلن لکڼوال هندیانو ډېر خوښ کړی دی او  امکان یې ښودلی دی چې د 2020 کال IPL سیالیو کې به واخیستل شي. رسنېو ددې کم عمره لوبغاړي په اړه لیکلي چې په یاد لیګ کې دا تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی چې ورته نوماندیږي.

ګڼ شمېر افغان کرکټ مبصرینو هم د نوموړي په اړه خپلې تبصرې لیکلي.

له ننګرهار پرې ځوان او خوږ ژبي مبصر “بادام احمدزي” لیکلي: نور احمد ځوان لوبغاړی دی، کاش واخیستل شي، هغه اوس 15 کلن دی هندیانو پوره خوښ کړی دی.

ښاغلي احمدزي د لکڼوال پخوانۍ کار کرده ګي چې د هند له نولس کلې لوبډلې یې درې لوبغاړي سوځولي و، ولیکل: (ځوان افغان چینامین توپ اچونکي نور احمد لکڼوال د هند نولس کلنو درې لوبغاړي وسوځول افرین ځوانه)

یو بل افغان مبصر فرید الله محمدي لیکي:

(کابو څو میاشتې وړاندې راته رییس احمدزی د نور احمد لکڼوال د وړتیا په اړه راته ویلي وو. ښه مې یاد رییس احمدزي راته وویل چې دغه هلک له استعداد نه ډک دی او که فرصت ورته برابر شي نړیوال به حیران  کړي. نن مې یې توپ اچونه له نږدي ولیده ریښتا هم نور احمد یو ځلیدونکی غمی دی).