په چین کې یوې شپږ کلنې ماشومې د ټېنس اتلولي وګټله

 د چین په مرکز بیجینګ کې د ښوونځیو د کوچنیو ماشومانو او د ټېبل یا مېز ټېنس کلبونو کوچنیو ماشومانو ترمنځ سیالۍ روانې دي، په دې سیالیو کې ۶ کلنې ماشومې په ګروپي سیالیو کې له سختو تمرینونو وروسته مېډال وګاټه او ژړا یې په خندا بدله شوه.

 چینایۍ کوچنۍ ماشومې لي یي، د ډېسمبر په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د چین په مرکز کې د ماشومانو ټېنس سیالیو لپاره خورا سخت تمرینات کول، چې د دغو تمریناتو پرمهال هغې وژړل او له ژړا وروسته یې په سیالیو کې ګډون وکړ، چې د ګډون پر مهال یې غوره مقام وګاټه او د اتلولۍ کپ یې واخېست.

 کله چې لي یي کپ ترلاسه کاوه؛ نو خوله یې له خندا ډکه وه او سختو هلو ځلو یې ژړا په خندا وربدله کړه.

ددې تړوني په کلېک سره کولای شئ دا ننداره وګورئ.

https://www.youtube.com/watch?v=IYvXpUuHOl8

 په دې سیالیو کې لسګونه ماشومو ټېنس لوبغاړو ګډون کړی او د ډېسمبرمیاشت په وروستیو کې به پای ته ورسېږي.

 د دې ماشومې روزونکی وایي، کوچنیان باید زیارکښ اموخته شي؛ ترڅو یې وروستۍ پایلې مثبتې او ډاډمنې شي.