امریکا کې د ټېنس ازادې په اګست میاشت کې پيلیږي

ټېنس سیالۍ چې هرکال امریکا او اسټرالیا کې په ازاد ډول ترسره کېږي، پکې د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه تکړه نارینه او ښځینه ټېنېس لوبغاړي ګډون کوي.  سږ کال د اګسټ میاشت کې د امریکا متحده ایالات د ازادو ټېنس سیالیو کوربتوب کوي او ۱۲ ورځې دوام کوي.

ټېنس چې د لوبو مهمه برخه ده او هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په نوبتي ډول ترسره کېږي، خو د دغو لوبو په منځ کې د اسټرالیا ازادې ټېنس لوبې او د امریکا متحده ایالاتو ازادې یا اوپن ټېنس سیالۍ ډېرې مشهورې دي.

د اسټرالیا ازادې ټېنس سیالۍ د کال په لومړۍ میاشت جنوري کې کېږي او د امریکا ټېنس لوبې د اګسټ میاشت په ۳۱ مه نېټه پېلېدونکې دي او د سپټمبر تر ۱۳ مې نېټې پورې دوام کوي.

دې لوبو کې د نړۍ مشهور ټېنس لوبغاړي لکه راجر فېډرر، رافېل نېډال، سېرېنا ویلیمس او ځېنې نور تکړه ټېنس ستوري ګډونوال دي.

دا لوبې د ټېنس نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې د امریکا د ټېنس فدراسیون په همغږۍ ترسره کېږي، چې د سیالیو وروستۍ ورځ کې په ګټونکو لوبغاړو با ارزښته جایزې یا کپونه هم وېشل کېږي.