افغان کرکټر حضرت الله ځاځی په خپلې غښتلتیا بوخت دی

د افغان لوبډلې کیڼ لاسي پېلیز یا اوپنر توپوهونکي حضرت الله ځاځي په تمریناتي کمپ کې د تخنیکي لوبې کولو ته مخه کړې او اف سټم شاټ وهلو باندې یې کار پیل کړی دی.

حضرت الله ځاځی چې هارډ هېټېنګ یا سخته توپ وهنه کې نوم لري، په تخنیکي لحاظ لږ څه کمزوری بلل کېده.   د کرکټ مبصرینو د حضرت الله ځاځي په هکله داسې نظرونه درلودل، چې هغه د توپوهنې پرمهال فوټ ورک یا د قدمونو استعمال نه کوي؛ توپ له ځای څخه لوبوي او په اف سټم د توپ وهلو وړتیا یې کمه ده.

د مبصرینو په خبره حضرت الله ځاځی اتیا سلنه لوبه په لېګ سټم کوي او همدا یې د کمزورۍ ټکی بللی دی.

اوس په کابل کې د افغان لوبډلې تمریناتي کمپ دوام لري او په دې کمپ کې حضرت الله ځاځی هم شتون لري.   په یوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې ځاځی د اف سټم شاټ وهلو تمرین کوي او غواړي چې ځان په تخنیکي لحاظ پیاوړی کړي.   که نوموړی د سختې توپوهنې ترڅنګ تخنیکي توپ وهنه وکړي؛ نو د نړۍ مهمو توپوهونکو کې شمېر لوبغاړی دی.