سبا سه شنبه ویسټ انډيز د انګلند خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په جون میاشت کې انګلستان ته سفر کړی او ویسټ انډیز به روانه جولای میاشت کې درې ټېسټ لوبې له انګلستان سره ترسره کړي.

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله په انګلستان کې په چمتووالي بوخته ده او د خپلو لوبغاړو ترمنځ یې تمریناتي ټېسټ کرکټ لوبې پیل کړي دي.

بل پلو د انګلستان کرکټ لوبډلې هم د بېن سټوکس او بټلر کرکټ لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ تمریناتي لوبې ترسره کړي دي.

له دې لوبو څخه هدف درې رسمي ټېسټ لوبو ته چمتووالی دی.

د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د جولای په ۸ مه نېټه په ساوتمټن سیمه کې پېلېږي او د جولای تر ۱۲ مې نېټې به دوام وکړي.

دویمه ټېسټ لوبه د جولای په ۱۶ مه نېټه پېلېږي او درېیمه ټېسټ لوبه به د جولای په ۲۴ مه نېټه ترسره شي.

د کرونا له امله د لوبو له ځنډ وروسته دا لومړۍ ټېسټ لوبلړۍ ده، چې کرکټ پرې بېرته پرانېستل کېږي.

انګلستان له ویسټ انډیز سره تر لوبو وروسته پاکستان سره د اګسټ په ۵ مه نېټه د درې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو لړۍ پېلوي او د سپټمبر تر دویمې نېټې به وغځېږي.