که کورونا دوام ونکړ؛ په امریکا کې به د موټر سایکل ځغلولو سیالۍ پېل شي

د امریکا د موټر سایکل ځغلولو ورزشي فدراسیون وایي، چې د ۲۰۲۰ م کال جون او جولای میاشتو کې به د کرونا ویروس په نشتون کې د موټر سایکل ځغلولو لوبې پیل کړي او څور ورځې به دوام وکړي.

د امریکا متحده ایالات د سلګونه کېلو متره په واټن د موټر سایکل ځغلولو سیالیو کوربتوب کوي.

دا سیالۍ د امریکا په نیویارک ښار کې په پام کې نیول شوي او لسګونه ځایي لوبغاړي به پکې برخه واخلي.

د امریکا د موټر سایکل ځغلولو لوبو فدراسیون وایي لوبې به د جون میاشت په ۲۷ مه نېټه پیل شي او تر جولای میاشت لومړیو پورې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې تکړه موټر سایکل ځغلوونکي برخوال دي، په سختو سړکونو د موټر سایکل سرعت ازمایي او له یو بل څخه د مخکې کېدو هلې ځلې کوي.

د موټر سایکل ځغلولو لوبو کې مخکښو لوبغاړو ته په وروستیو کې جایزې په پام کې نیول شوي دي.

خو دا چې امریکا کې تر نورو هېوادونو د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې دي؛ نو ډېری لوبې بیا مهالوېش ري سکېجول شوي او په تدریجي ډول به ترسره کېږي.