په لندن ښار کې د موټر ځغلولو سیالۍ ترسره کېږي

د انګلستان هېواد په نارتمټن شایر سیمه کې د سېلور سټون په نامه د موټر ځغلولو لوبې د روان کال جولای میاشت کې په پام کې دي او د اګسټ تر دویمې نېټې به دوام وکړي.

د سېلور سټون په نامه د موټر ځغلولو لوبې به سږ کال د جولای میاشت له ۳۱ مې نېټې د اګسټ تر دویمې نېټې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې د انګلستان هېواد څخه تکړه موټر چلوونکي شامل دي او غواړي چې د موټر ځغلولو ۳۱ مه کالیزه ونمانځي.

دغه سیالۍ د سلګونه کېلو مټره په اوږدوالي ترسره کېږي او تکړه ورزشي موټر چلوونکي پکې برخوال دي.

د موټر ځغلولو لوبې د ورزش یوه مهمه برخه ده، چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کال په اوږدو کې ترسره کېږي او د ننداره کوونکو له تود هرکلي سره مخ کېږي.

له دې وړاندې په بحرین هېواد کې هم د پرېکس په نامه موټر ځغلولو لوبې تر سره شوې وې، چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو پکې پیاوړو موټر ځغلوونکو برخه اخېستې وه.

خو که د کرونا ویروس تهدید خطرناک وي، ښایي د موټر ځغلولو لوبې هم په انګلستان کې ترسره نشي.