د جرمني کورنیو چارو وزارت: د بونډسلیګا سیالۍ دې له ننداره کوونکو پرته ترسره شي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د جرمني د کورنېو چارو وزارت وزیر هوریسټ سي هوفر رسنېو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په هېواد کې به یې د بونډسلیګا سیالۍ له ننداره کوونکو  پرته ترسره شي، او که داسې کیږي، نو ورسره موافق یوو.

هسپانوي رسنیو ادعا کړې ده، چې بارسلونا هم غواړي د لوبو د بیا پیلېدو په صورت کي کورنۍ سیالۍ په یوهان کرایوف لوبغالي کې ترسره کړي. د دې دلیل د دې لوبغالي کوچنیوالی او پر لوبغاړو د تماشاچیانو د نشتون د رواني تاثیر لږوالی دی.

 یوهان کرایوف د بارسلونا B لوبډلې لوبغالی دی.

ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه.  ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه.  دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.

د انګلستان پولیس اوس له  دې امله پریشانه دي، که د غوره لیګ د دې فصل لوبي بیا پیل شي او لیورپول اتلولي وګټي، نو د مینوالو کنټرول به سخت شي، ځکه مینوال د اتلولۍ د لمانځلو له پاره کوڅو ته راوځي.

د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچز وویل، چې د لیګونو د لوبو د پیلیدو تاریخ ټاکل د لیګونو او فدراسیونونو کار دی، نه د دولت.