ویسټ انډیز د انګلنډ په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کې له نندارچیانو پرته سیالۍ ترسره کوي

ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې درې ټېسټ لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي، چي یادو سیالیو ته ویسټ انډیز خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه

ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکې جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه پيلوي.

د ویسټ انډیز له لوري  جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف او کېمر روچ.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کې د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي.

د ویسټ انډیز هیواد د کرکیټ بورډ اجراییه مشر جوني ګریو له دې مخکي له رسنیو سره په خبرو کي ویلي و، چي لوبډله به یې د رواني جون میاشتي په ۹مه نېټه انګلستان ته سفر وکړي او له تګ مخکي به د کرونا ټیسټ هم ورکوي.

د جوني ګریو په خبره، چي ویسټ انډیز ټیم به درې اونۍ د انګلستان هیواد په یوه ځانګړي ځای کي کرنتین وي او د کرنتین ترڅنګ به راتلونکو ټیسټ سیالیو ته د چمتوالي په موخه تمرینونه هم ترسره کوي. دی زیاتوي: ((موږ چمتو یوو چې د انګلنډ خلاف د پام وړ سیالۍ ترسره کړو.))

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي.