کاناډايي پهلوان سمی زاین د ننداره کوونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی

د رېسلېنګ کاناډایي لوبغاړي سمی زاین له لوبغالي سره نږدې په یوه ننداره کوونکي وېروونکې او له قهره تېزه چېغه وکړه، چې اوس یې د رېسلېنګ د مینوالو غبرګونونه راپارولي دي.
نړۍ کې اوسمهال هم د رېسلېنګ لوبې کېږي، چې دغو لوبو کې لوبغاړي په قهر او غوسه وي او د خپلو سیالانو د ماتولو په هڅه کې وي؛ ځېنې وخت دغه لوبغاړي خپله حوصله له لاسه ورکوي او پر ننداره کوونکو له لفظي شخړو نیولې تر فزیکي ګوزارونو هم صرفه نه کوي.

د دوشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۹ مه نېټه د سپورټس کيډا په نامه ورزشي وېب پاڼې داسې یو خبر خپور کړ، چې پکې کاناډایي سمي زاین په یو ننداره کوونکي غوسه شوی او ننداره کوونکی یې وېرولی دی.
وروسته لوبڅار منځګړی شوی او لفظي شخړه یې پای ته رسولې ده.
د ټولنیزو رسنیو او ټوېټر کاروونکو د سمي زاین دا چاره شرحه کړې او هغه یې د ورزشي اصولو خلاف بللې ده.

سمي زاین ۳۵ کاله عمر لري چې د پهلوانۍ سیالۍ یو مسلکي لوبغاړی ګڼل کیږي.