رېسلر مصطفی علي خپل سیال مات کړ

د رېسلېنګ یا پهلوانۍ سیالۍ چې په امریکا کې پیل دي، د ډېسمبر په ۲۷ مه نېټه مسلمان امریکایي رېسلېنګ لوبغاړي مصطفی علي، خپل امریکایي سیال کیوین اوېنس مات کړ.
د امریکا په شېکاګو ایالت کې د رېسلېنګ سیالیو په دوام د ډېسمبر په ۲۷ مه نېټه هم لوبې وشوې، چې یوه لوبه کې یې امریکایي مسلمان رېسلر مصطفی علي خپل امریکایي سیال کیوین اوېنس مات کړ او کپ یا ټرافي یې وګټله.
مصطفی علي ۳۳ کاله عمر لري او د امریکا یو مسلکي رېسلر دی، چې د ۲۰۱۹ م کال په اوږدو کې یې ډېرې سیالۍ ګټلي دي.
نوموړی به د ډېسمبر میاشتې په وروستیو ورځو کې هم دوه نورې سیالۍ ولري او غواړي چې د رېسلېنګ د قهرمانۍ جام سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.