ویرات کهولي: که لوبغالی له ننداره کوو خالي وي، د پام وړ سیالي نه شم کولی

د هندوستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي وایي، کله چې په بندو لوبغالو کې له ننداره کوونکو پرته لوبه کېږي، نو د ده د لوبې حالت به اغېزمن وي او سمه توپ وهنه به ونشي کولای.

دا چې کرونا ویروس له امله لوبې بندې شوي دي؛ نو ډېری کرکټ لوبغاړي په دې اند دي، چې باید لوبې له ننداره کوونکو پرته په خالي لوبغالو ترسره شي او واټن دې مراعت شي.

ویرات کولي وایي ننداره کوونکي د لوبې مهمه برخه ده، چې لوبغاړي په خپلو چکچکو او شپیلیو سره لوبغاړي تشویقوي او احساسات یې راويښوي.

د هغه په خبره که دا ننداره کوونکي نه وي، نو د ده د لوبې جادو به هم کمزوری وي او په تشو لوبغالو به یې لوبه په زړه پورې نه وي.

د کرکټ لوبغاړي په دې اند دي، کله چې یو لوبغاړی ښه شاټ ووهي او یا هم د لوبې اړخ بدلېږي، نو د ننداره کوونکو احساسات هم ور سره بدلېږي، چې د خپلې خوښې لوبډلې د لوبې ښه کېدو په صورت کې خوشحالېږي او که لوبه کاواکه کېږي او له ثبات څخه وځي، بیا نو ننداره کوونکي ورسره خفه کېږي او دا چاره لوبې ته ځانګړی انداز او جذابیت وربخښي.

تمه ده چې روان کال کې د اسټرالیا او هندوستان په خپلو کې ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې په اسټرالیا کې ترسره کړي، چې ننداره کوونکي به پکې نه وي او د ننداره کوونکو پرمخ تړلو لوبغالو کې لوبې کېږي.