د بنګله دېش دوه کرکټرانو خپل بېټونه کرونا سره د مبارزې لپاره خرڅلاو ته وړاندې کړل

د بنګله ‌دېش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شکیب الحسن کرونا سره د مبارزې په هدف د خپل تاریخ مهم بېټ ددې لپاره خرڅوي ترڅو له کرونا ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

دا بېټ د بنګلدېش هېواد لپاره ځکه مهم دی چې په دې بیټ شکیب الحسن د خپل هېواد لپاره د انګلستان په خلاف سلېزه ووهله او سیالي یې په خپل واک کې کړه.

شکیب د خپل بېټ ۲۴زره ډالر قیمت اعلان کړی، له شکیب وړاندې ددې هېواد بل کرکټر مشفیق الرحیم هم خپل هغه بېټ خرڅلاو ته وړاندې کړی چې په یاد بېټ یې ټېسټ لوبه کې دوه غبرګې سلېزې وهلي دي.

د دواړو لوبغاړو هدف له دې کار څخه خپلو هېوادوالو سره مرسته کول په کوته شوي دي.