د بنګله دېش شکیب الحسن له بندیز سره مخ شو

خبریال: سید ادریس ولي زاده

د بنګله دیش د ټیسټ او شل اوره لوبو لوبډلمشر شکیب الحسن له دوه کلن بندیز سره مخ شو، خو یو کال یې کم شو.

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د خبر له مخې شکیب د هندوستان غوره لیګ ( IPL) او د بنګله دیش، سرېلانکا او زمبابوی د ۲۰۱۸ کال په درې اړخیزه لوبلړۍ کې په فساد ښکیل و، چې اوس یې قضیه وڅیړل شوه او د پرېکړې له مخې شکیب به یو کال د کرکټ په هر ډول فارمټ کې نه لوبیږي.

شکیب په ترسره کړی عمل اعتراف کړی، ځکه یو کال ورته معاف شو. ۳۲ کلن شکیب په کېڼ لاس توپ وهنه او سوکه ارتوداکس توپ اچونه کوي، چې د الرونډر په حیث لوبیږي.

څه وخت وړاندې شکیب، میرمنه او لور یې د حج مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

تازه څو ورځې وړاندې شکیب الحسن د هغو بنګله دیشي لوبغاړو په ډله کې شامل و، چې د بنګله دیش کرکټ بورډ په داخل کې د ځینو ستونزو د حل لپاره غږ پورته کړ.

شکیب د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی، د شل اورېزو لوبو د الرونډرانو په درجه بندۍ کې دویم، د ټیسټ لوبو د الرونډرانو په درجه بندۍ کې دریم مقام لري.

شکیب الحسن له ۲۰۰۶ کال راهیسې د بنګله دیش په ملي لوبډله کې لوبیدلی دی، چې په ۵۶ ټیسټ لوبو کې ۳۸۶۲ منډې جوړې کړي او ۲۱۰ ویکېټې یې اخیستې دي، په ۲۰۶ یو ورځنیو لوبو کې ۶۳۲۳ منډې جوړې کړي او ۲۶۰ ویکېتې یې اخیستې دي، په ۷۶ شل اورېزو لوبو کې ۱۵۶۷ منډې جوړې کړي او ۹۲ ویکېټې یې اخیستې دي. هندوستان د نومبر میاشتې له درېیمې د همدغه میاشتې تر ۲۶مې نیټې پورې د دوو ټیسټ او درېیو شل اوره لوبو لپاره د بنګله دیش ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

د شل اوره لوبو لړۍ لپاره بنګله دیشۍ لوبډله د شکیب الحسن په لوبډلمشرۍ اعلان شوې، خو اوس شکیب لېرې او پرځاي یې نوی لوبډلمشر محمدالله وټاکل شو.