شکیب: هر څوک باید په کور کې پاتې شي

ولید (خپلواک)

 د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکیب الحسن بیرته بنګله دېش هیواد ته راستون شو او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو. شکیب د فاسدو معلوماتو په پټولو د یو کلن بندیز سره مخ شوې و چې اوس یې نېټه ورو ورو په کمېدو ده او د دې کال په وروستۍ برخه کې به له بندیز څخه ازاد شي.

شکیب د بنګله دیش کرکټ په ملي لوبډله کې مهم لوبغاړی دی او بورډ ترې تمه لري چې خپل فیټنیس ښه وساتي، ترڅو په راتلونکي کې ښه پاېلې له ځانه سره ولري.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: (( زه د خپلې میرمنې سره یوځای یم او په راتلونکي میاشت کې زما بل ماشوم هم دې نړۍ ته راځي، نو زه مجبور یم چې د خپلې میرمنې ډېر خیال وساتم.))

هغه زیاتوي:  ((هرڅوګ باید په کور کې پاتې شي او دا به ترټولو بهتره خبره وي چې دوه ساعته په خپل کور کې تمرین ترسره کړي.))