مومن الحق: شکیب د نړۍ یو مهم الراونډر دی

ولید ( خپلواک)

 ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ دوه تيسټ سیالۍ د جون په میاشت کې ترسره شوي وای، خو د کرونا وایروس له امله دغه سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شوې.

اوس تازه د بنګله دېش کرکټ بورډ لوبډلمشر مومن الحق د کریک بز سره په خبرو کې ویلي: (( زه پر دغه پرېکړه ډېر زیات خوشاله یم چې زمونږ او د استرالیا تر منځ دوه تيسټ لوبې د څه وخت لپاره وځنډول شوې، ځکه بنګله دېش کرکټ لوبډله به پوره چمتوالي ونیسي او بله مهمه خبره دا ده چې د بنګله دیش لپاره به ډېره ګټوره وي هغه دا ده چې شکیب الحسن به د یو کلن بندیز وروسته بیرته ملي لوبډلې ته راستون شي.))

مومن الحق زیاتوي: ((شکیب د نړۍ یو مهم الراونډر دی او زمونږ لپاره به د استرالیا خلاف په دوه ټيسټ لوبو کې ډېر ګټور تمام شي.  زمونږ لوبغاړي هڅه کوي چې په کور دننه خپل فیټنیس سم وساتي)).

یاده دې وي چې کرونا ویروس د نړۍ ټول ورزشي فعالیتونه یا بند کړي او یا یې لغوه اعلان کړي دي.