د فوټبال وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

 د بلیچر ریپورټ سره د منچسټر سیټي کلب پرټګالي لوبغاړي برنارډو سیلوا وویل:  د ملي لوبډلي د واټساپ په ګروپ کې د دې کار لومړۍ نظریه کریسټیانو رونالډو وړاندې کړه.

 رونالډو خپل د ملي لوبډلې کپتان دی، چې ډېرو ویاړونو او بریاوو ته یي دغه لوبډله رسولې ده.

احمد صلاح تر رونالډو او میسي غوره لوبغاړی ځکه دی چې د ګول سایټ په قول چې رونالډو د کوښښ او میسي د استعداد سمبول دی.

د ایاکس ورزشي مدیر مارک اوورمارس: ایاکس لکه ټرمپ اقتصاد ته ډېر اهمیت ورکوي. هغوی لوبې د خلګو تر سلامتیا مهمي بولي او دا په داسي حال کې ده، چې د ورځې د نړۍ مختلفو ساحو کې په سلهاوو تنه مري.

 د هسپانیا د پولیسو د راپور پر اساس، پخوانی رئیس انټونیو چي تېر کال په ترافیکي پېښه کي مړ شو، تر ټکر مخکې یې د موټر سرعت په ساعت کې ۱۷۸ کیلو متره و.

 د انګلستان د مسلکي فوټبالرانو اتحادیې (PFA) د غوره لیګ حاضرو لوبغاړو ته یو لیک لېږلی دی او غوښتنه یي ور څخه کړې ده، چې د کرونا په دوران کې د خپلو کلبونو سره د معاشاتو په کمښت کي توافق وکړي. بل لور ته بیا د انیسټا کورنۍ ۲۰ بستره او څو طبي دستګاوي د هسپانیا هیواد یوه روغتون ته په واک کې ورکړل.