کولېن منرو: عمران طاهر راته یوه خبره وکړه چې باید پټه پاتې شي

ولید (خپلواک)

 د سویلي افریقا لوبډلې سوکه توپ اچوونکی (عمران طاهر) هغه لوبغاړی دی چې د کرکټ په نړۍ کې  جلا سټایل لري.

هغه پر دې سټایل ډېر مشهوره دی چې د ویکټ اخیستو وروسته چټکه منډه په لوبغالي کې وهي. د پاکستان په سوپر لیګ کې د ملتان سلطان او اسلام اباد یونایټيډ لوبډلو ترمنځ لوبه کې د پنځم اوور په جریان کې کولېن منرو، د عمران طاهر په توپ اوټ شو.

 عمران خپله خوشالي څرګندوله چې منرو د نوموړي د یاد سټایل څخه د ستړیا احساس وکړ. هغه د یو خبریال سره په مرکه کې ویلي:

((زه د طاهر له سټایل څخه ډېر زیات ستړی یم ،هغه ما پسي د دې په اساس راغلی چې څه راته ووایي، نو راته یې یوه خبره وکړله چې دا باید همداسي پټه پاتې شي.))

 کولېن منرو د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې کین لاسی اوپنر توپ وهونکی دی چې د پاکستان په پنځم پړاو سوپر لیګ کې ولوبېد.