میسي: کله چې زما صفت او ستاینه کیږي، خوشالېږم

محمود خان منندوی

 ډېر کسان دا خبره کوي، چې زه او میسي یو د بل د رُشد او پرمختګ سبب شولو. د هسپانیا په فوټبال او ریال ماډریډ کې زما شتون د دې سبب شو، چې زموږ دوو ترمنځ لویه سیالۍ جوړه شي. دا څه د دې سبب شول، چې یو او بل ښه شو او دا یو حقیقت دی.

 کله چې په ریال ماډریډ کې وم، د میسي شتون مي ډېر احساساوه او دا څه د دې سبب شوې وو، چې د منچسټر یونایټیډ په نسبت دلته ډېر فشار وزغمم. د یوې بلي نقطې څخه بیا دا زموږ ترمنځ یوه سالمه سیالي وه. موږ دواړه د خپلو کلبونو سمبولونه وو او یو به.

 یاده دې وي چې په دې وروستیو کې میسي ویلي و، چې د رونالډو پسي مې زړه تنګ شوی دی او غوښتل مې چې هغه په ریال ماډریډ کې پاتې شي، خو باید ووایم چې په خپل ځان کې د انګیزې راوستولو لپاره، نه په میسي پسې او نه هم په بل چا پسې تړلی یم.

 که زما په لاس کې وای، یوازې په ملي لوبډله او چمپیونز لیګ کې لوبیدم، ځکه دا ډېر اهمیت لري. کله چې زما صفت او ستاینه کېږي، خوشحالیږم. دې ورځو کې د ځان ستاینه ډېره اورم، خو کله چې مې فوټبال پای ته ورسیږي، بیا دا هر څه ماته اهمیت نه لري، ځکه هغه وخت خپلې اړیکي د دې هر څه سره پریکوم.