په افغان ملي لوبډله کې ۶ وتلي افغان لوبغاړي د وېسټ انډيز خلاف شتون نلري، نور هم شته

 افغان کرکټ بورډ د ویسټ انډيز لوبډلې په وړاندې شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه ؛ خو د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي په کې شتون نلري.

 د کرکټ مبصرین وایي، کرکټ بورډ دا ځل ځوان لوبغاړو ته چانس ورکړی، چې د ملی لوبدلې مشهور لوبغاړي حمید حسن، نورعلي ځدران، دولت ځدران، شاپور ځدران، سمیع الله شینواری او حشمت الله شهیدي په کې نشته.

ایرلینډ هم خپله وړتیا وښودله او ۲۰۲۰ م کال ورلډکپ ته بریالي شول.

 تر څنګ یې PNG دی چې ورلډکپ کې به له اتو لوبډلو سره یو ځای شي. او په دې ډول سره به د ۲۰۲۰ نړیوال شل اوریزه جام د 10 لوبډلو لورې په اسټرالیا کې ترسره شي.

 اوس جالبه دا ده چې د PNG غوندې لوبډله په لومړي ځل او له ډېرو سختو لوبډلو سره مخ شي او په نړیوال جام کې به لوبې وکړي.

 یاده دې وي چې PNG هم د اسټرالیا له براعظم څه یو څو ټاپوګان دي.