شکېب الحسن په سزا خوړلو کې ملګری وموند

د ۲۰۱۹ م کال نومبر میاشت کې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر شکېب الحسن په آې پي ایل سیالیو کې د فساد له امله د کرکټ نړیولې شورا لخوا د دوه کلونو لپاره له هر ډول کرکټ څخه محروم شو، اوس د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې هغه سره یو هندی سوداګر هم په فساد کې ښکېل دی او هغه یې هم دوه کاله له هر ډول کرکټ تړون څخه منع کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې هندی سوداګر او په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې د لوبډلو ونډه وال ډيپک اګروال یې د فساد له امله دوه کلن بندیز سره مخ کړ.

د ۲۰۱۹ م کال نومبر میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش پیاوړی کرکټ ټولچاری شکېب الحسن په اې پي ایل سیالیو کې د فساد په تړاو په وټس اپ کې له یو سوداګر سره پېغامونه تبادله کړي وو، چې دغه پېغامونه بیا شکېیب الحسن پاک کړي یا ډیليټ کړي وو.

خو له څېړنو وروسته معلومه شوه چې د حسن ارادې د جوړجاړي او فساد په تړاو وې،  شکېب الحسن هم بیا اعتراف وکړ، چې مېچ فېکسېنګ خبرې یې کړې وې، چې په ترڅ کې یې شکېب د دوه کلونو لپاره له هر ډول کرکټ څخه منع شو.

اوس د کرکټ نړیوالې شورا په هغه سوداګر هم بندیز ولګاوه چې شکېب الحسن سره په قضیه کې دخیل و.

ډيپک اګروال د عربو لس اوریز سوداګریز کرکټ لیګ کې ۲۰۱۸ م کال کې د سِندیز لوبډلې مالک هم و.

د کرکټ نړیواله شورا وایي نوموړی سوداګر نشي کولای چې د دوه کلونو لپاره د کرکټ لوبډلو ملکیت ولري او سوداګریزو لیګونو کې د لوبډلو ونډه وال شي.