د انګلنډ ۱۰۰ توپونو سیالۍ راتلونکي کال ته وځنډول شوې

په پام کې وه چې د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې د شل اوریزو لوبو پر ځای د سل توپونو سوداګریزې کرکټ سیالۍ پیل کړي، خو دغه لوبې د کرونا ویروس له امله ۲۰۲۱ م کال ته وروسته شوې.

د سل توپونو یا هنډرېډ بالز کرکټ سیالۍ په انګلستان کې په پام کې وې، چې د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې ترسره شي؛ خو دا لوبې په روان کال کې نه ترسره کېږي او ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شوې. د سل توپونو سیالیو کې اته لوبډلې شاملې وې، چې د انګلستان ښځينه لوبغاړو پکې هم ګډون درلود. اوس د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې نشي کولای سږ کال د کرونا ویروس تهدید له وجې یادې لوبې ترسره کړي. څو ورځې وړاندې د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې تر جولای میاشت پورې به په انګلستان کې هر ډول کرکټ منع وي او دې چارې د سل توپونو کرکټ لوبو لومړي پړاو پیل ته هم ټکان ورکړ او بالاخره دغه لوبې یې لغوه کړې. تمه ده چې د می په ۲۸ مه نېټه د انګلستان سترې سوداګریزې کرکټ لوبې یا وېټلېټي بلاسټ سیالۍ پیل شوې وای؛ خو دا چې په انګلستان کې تر جولای میاشت هر ډول رسمي کرکټ باندې بندیز دی؛ نو دغه لوبې هم د ځنډېدو او لغوه کېدو په درشل کې دي