په ختیځه اروپا کې د نېزې ویشتلو سیالۍ راتلونکي کال ته وځنډول شوې

تمه وه، چې په ختیځه اروپا کې د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې د جاوېلېن سپيئر لوبې ترسره شي؛ خو دغه لوبې ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شوې.

د یوروپيئن اټلېټېکس په نوم یوې وېب پاڼې لیکلي، چې د ختیځې اروپا په بیله روس هېواد کې به د ۲۰۲۰ م کال جاوېلېن سپیئر ترو وېنګ لوبې وشي، چې د ۴۳ هېوادونو لوبغاړي به پکې برخه واخلي.

جاوېلېن سپيئر ترو وینګ لوبو کې لوبغاړي د شاوخوا ۹۰ متره واټن څخه هغه وسیله چې جاوېلېن سپيئر یې بولي واروي یا غورځوي.    جاوېلېن سپیئر انګلیسي لفظ دی، چې پښتو کې یې نېزه بولي، چې معمولاَ له لرګي جوړه وي او سر یې تېره یا تېز وي، لوبغاړی دغه وسیله په لاس کې نیسي، له لرې واټن منډه وهي او جاوېلېن سپير یا نېزه غورځوي، هر لوبغاړی چې زیات واټن وولي، همغه لوبغاړی ګټونکی بلل کېږي.

دې لوبو کې ۹۰ متره واټن مناسبه فاصله وي.

د یادو لوبو فدراسیون وایي لوبې به یې له کرونا ویروس پایته رسېدو وروسته پیل شي.