د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې لوبغاړي ۱۴ ورځې قرنطین کېږي

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي، چې د دوی ۳۰ لوبغاړي جولای میاشت کې د درې ټېسټ کرکټ لوبو لپاره انګلستان ته ځي؛ خو له دغو لوبو وړاندې به لوبغاړي د ۱۴ ورځو لپاره به قرنطین شي.

د کرونا ویروس له امله د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لوبې ځنډول شوي دي او د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي چې دوی ۳۰ لوبغاړي چمتو کړي؛ ترڅو انګلستان ته د درې ټېسټ لوبو لپاره ولاړ شي.

دا سفر جون په ۴ مه نېټه ترسره کېده؛ خو د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې په انګلستان کې تر جولای میاشت لوبې ځنډول شوي دي.

د ویسټ انډیز لوبغاړي ښایي د جولای میاشت په اوږدو کې انګلستان ته سفر وکړي او درې ټېسټ لوبې ترسره کړي.

خو د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي مخکې له دې چې د دوی لوبغاړي انګلستان ته سفر وکړي او درې ټېسټ لوبې ترسره کړي؛ نو د ۱۴ ورځو لپاره به قرنطین شي.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په داسې حال کې دا اقدام کوي، چې په ټوله نړۍ کې له کابو دوه میاشتو راهیسې لوبې ځنډول شوي او لوبغالي بند دي.