د هسپانیا په موټر سایکل ځغلولو سیالېو کې مارک مارکېز هم ګډونوال دی

د نړۍ د پیاوړو موټرسایکل ځغلوونکو ترمنځ د موټرسایکل ځغلولو مسابقه دا ځل په هسپانیا کې ترسره کېږي او یواځې یوه ورځ به دوام وکړي.
د ۲۰۲۰ م کال موټرسایکل ځغلولو لوبې لا هم مختلفو هېوادونو کې جریان لري او د جولای میاشت په ۱۹ مه نېټه په هسپانیا کې هم ترسره کېږي.
دا سیالۍ یواځې یوه ورځ دوام کوي او د نړۍ له لویو وچو څخه پکې د موټرسایکل ځغلولو لوبغاړي ګډونوال دي.
دا لوبې د ګران پرېمیو رېډ بول اېسپانول تر عنوان لاندې په پام کې دي.
دې لوبوکې د هسپانیا تکړه موټر سایکل ځغلوونکی مارک مارکېز هم ګډونوال دی.
نوموړي په ۲۰۱۹ م کال کې د ګرېنډ پرېکس په نامه د موټرسایکل ځغلولو لوبو اتلولي په جاپان کې ګټلې وه.
د موټر سایکل ځغلولو لوبې د هسپانیا سربېره په جولای او اګسټ میاشتو کې د اروپا د لویې وچې په نورو هېوادونو کې په نوبتي ډول د مهالوېش له مخې په پام کې دي، د موټر سایکل چلولو لوبو تکړه لوبغاړي به یې برخوال وي.