افغان ویاړ رحمن الله ګربز د بنګله دېش په بي پي ایل لیګ کې حیرانوونکې لوبه وکړه
د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ په څلورمه لوبه کې کولنا ټایګرز لوبډله له چټوګرام چلېنجرز لوبډلې سره مخ شوه؛ چلېنجرز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه؛ دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې وکړې.
کولنا ټایګرز لوبډلې دا هدف په ۱۳ اعشاریه ۵ اورونوکې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره د رحمان الله ګربز د ۵۰ سوځېدلو منډو او د ریلي روسوو د ۶۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او چټوګرام لوبډلې ته یې په ۸ وېکټو او کابو ۶ اورونو ماته ورکړه.
رحمان الله ګربز په ۱۸ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د سویلي افریقا کیڼ لاسی توپ وهونکی ریلي روسو ونومول شو.
ګربز افغان لوبغاړی دی او په ملي لوبډله کې هم لوبېدلی دی. دی د ښې وړتیا څښتن دی.
د ډېسمبر په ۱۳ مه نېټه د جمعې په ورځ غرمه دولس نیمې بجې راج شاهي رایلز لوبډله، چې حضرت الله ځاځی ورسره لوبېږي، د سېلهېټ تندر لوبډلې پر وړاندې، چې شفیق الله شفق او نوین الحق ورسره لوبېږي؛ مخ کېږي.
ماښام پنځه نیمې بجې بیا ډاکه پلاټون لوبډله د کومېلا وریئرز لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي، چې کومېلا لوبډلې سره مجیب الرحمن لوبېږي.