انګلنډ لوبډلې د جنوبي افریقا مېلمستیا ته درناوی ونه کړ

ــ تاند

کوربه انګلنډ لوبډلې د جنوبي افریقا لوبډلې مېلمستیا ته درناوی ونه کړ او د یو ورځنېو سیالېو  لپاره روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام چې وړمه ورځ په رسمي توګه پېل شو، خپله لومړۍ سیالۍ یې له جنوبي افریقا څخه وګټله، له دې او د افغانستان پر وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې چې کله انګلنډۍ لوبډله برلاسې شوه، داسې ښکاري چې بختوره لوبډله به وي، ځکه خو ورته کوربتوب ګټه کوي.

په دې سیالۍ کې پچه جنوبي افریقا لوبډلې وګټله او خپله یې لومړی توپ اچوونه غوره کړه. انګلنډ لوبډلې په خپلې بې سارې او غوره توپوهنې جنوبي افریقا لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۳۱۲ منډې هدف په واک کې ورکړ، په دې هدف کې د پېل برید کوونکی لوبغاړی بریسټوی په صفر خپله ویکټ له لاسه ورکړه، خو باقي لوبغاړو یې په جنوبي افریقا هېڅ رحم ونه کړ او په ۳۰۰ توپونو یې ۳۱۱ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ لوبډلې لپاره بین سټوک تر نورو ډېرې ۸۹ منډې وکړې، ترڅنګ ‌یې مورګن ۵۷، جي جي رای ۵۴ او روټ ۵۱ منډې وکړې او د توپ اچوونې لوبډلې (جنوبي افریقا) ته یې لوړ هدف کیښود.

د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم د جنوبي افریقا لوبغاړو ډي کوک او ډېر ډاسن هڅه وکړه چې خپله لوبډله بریالۍ کړي، خو نورو لوبغاړو ورسره د منډو ملګرتیا ونه ‌کړه او ټوله لوبډله ‌یې د سیالۍ په ۴۰م اور کې وسوځېده.

د جنوبي افریقا لوبغاړو ایله ۲۰۷ منډې وکړې چې د ډي کوک ۶۸ او ډېر ډاسن ۵۰ منډې پکې د یادولو وړ وې، په دې سره یې جنوبي افریقا ۱۰۵ منډې باقي شوه او انګلنډ لوبډلې ورته  د ۱۰۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه بین سټوک ته ورکړل شوه، سټوک د خپلې لوبډلې په بري کې لوی لاس درلود، ۸۹ منډې یې وکړې او د جنوبي افریقا دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

نن د دې سیالیو په دوهمه لوبه کې پاکستان او وېسټ انډیز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي او افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا/ شنبه/ د اسټرالیا په وړاندې خپله لومړۍ لوبه وکړي.