د جنوبي افریقا الف د افغانستان الف په ۱۷۲ منډو مات کړ

تاند- د جنوبي افریقا الف لوبډلې نن /یکشنبه/د افغانستان الف لوبډلې ته په ۱۶۴ منډوماتې ورکړه.

د افغانستان، هندوستان او جنوبي افریقا د درې هیوادیزو سیالیو په دوهمه مسابقه کې نن لومړی بیټنګ جنوبي افریقا وکړ.

د جنوبي افریقا لوبډلې ۳۳۷ منډې وکړې. د جنوبي افریقا لپاره تر ټولو ډېرې منډې رضاهندریکس وکړې. ده د افغانستان د ټول ټیم هومره یعنې ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

 خو افغان لوبغاړو ۱۷۲ منډې وکړای شوې.

د افغانستان الف لوبډلې بیټنګ ښه پیل کړ؛ په تېره بیا رحمت شاه. ده دافغانستان لپاره ۵۵ منډې وکړې.

رضا هندریکس د مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *